تيراه کښې دواورې له امله ګير ١٥٠٠ کسان محفوظو ځايونو ته منتقل

Jan 25, 2026 - 12:08
 0  6
تيراه کښې دواورې له امله ګير ١٥٠٠ کسان محفوظو ځايونو ته منتقل

پېښور( وحدت خبر)خيبر پښتونخوا صوبه کښې ريسکيو 1122 وئيلي دي چې د سختې واورې له امله په تيراه وادۍ کښې بند پاتې شوي د 1500 نه  زيات کسان خوندي ځايونو ته منتقل کړل شوي دي۔د جمعې په ورځ، د ممکنه آپريشن د تياري لپاره له تيراه  نه کډه کوونکي ډېرې کورنۍ د خيبر ضلعې په سيمه کښې د واورې طوفان له امله بندې پاتې شوې وې۔د ريسکيو 1122 خيبر پښتونخوا وياند بلال احمد فيضي په يو بيان کښې ووئيل چې په وادۍ کښې  ګيرو شوو خلقو لپاره د ژغورنې عمليات روان دي۔

وياند وويل چې د خيبر، پېښور، مردان، نوښار او صوابۍ د ريسکيو 1122 له څانګو  نه  د 100 نه زيات اهلکار او افسران په دې عملياتو کښې برخه اخلي۔هغه وويل چې تر اوسه له 100 نه زياتو کسانو ته طبي مرسته ورکړل شوې ده او 350 ګاډي هم خوندي ځايونو ته رسول شوي دي۔

وروسته په بل بيان کښې فيضي ووئيل چې دا ريسکيو عمليات له 36 ساعتونو  نه  زيات وخت راهيسې روان دي۔هغه وويل: “د سختې يخنۍ، منفي تودوخې او سختو لارو باوجود، د ريسکيو اهلکار په ميدان کښې موجود دي او پرته له ځنډه د ژغورنې کارونه ترسره کوي.”د پاکستان په بېلابېلو سيمو کښې د  زيارت  د ورځې راهيسې روان باران او واورې له امله  يخني زياته شوې ده، لارې بندې شوې دي او په ځينو ځايونو کښې د  بدو پېښو راپورونه هم مخې ته راغلي دي۔

د جمعې په ورځ د لوئر چترال د ډوميل سيمې کښې په يو کور د واورې ګټ راپريوتے ؤ چې له امله يې 9 کسان مړه شوي او يو ماشوم سخت  ژوبل شوے ؤ

د محکمه موسميات له مخې دبيګاه   شپې  نه  تر سه شنبې (27 جنوري) پورې د  ملک په مختلفو سيمو کښې د نورو بارانونو او واورې وړاندوينه شوې ده۔

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي