لنډي کوتل کښې په غيرقانوني توګه دميشته افغان کډوالو خلاف اپريشن
لنډي کوتل( مينه وال شينواري) دقبائيلي ضلعې خېبر پۀ لنډي کوتل سيمه کښې په غيرقانوني توګه دميشته افغان کډوالو خلاف اپريشن شوے دے، دضلعي انتظاميې اؤ پوليس چارواکو لخوا شوي کريک ډاؤن کښې ١٩ افغان وګړي ګرفتار کړے شويدي، دسرچينو وينا ده چې نيول شوي افغان وګړي دتورخم بارډر دلارې افغانستان ته ډي پورټ کړے شوي دي،سرچينو وئيلي دي چې په خوګه خيل علاقه کښې ميشته درې افغان کورنۍ په رضا کارانه توګه دتورخم دلارې افغانستان ته واپس تللې دي. دضلعي انتظاميې دچارواکو وينا ده چې لنډي کوتل بازار اؤ نورو سيمو کښې به په غيرقانوني توګه دميشته افغان وګړيو دويستلو په حواله کارروائي روانه وي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0