کوهاټ، دغر نه دګټ راپريوتو له امله شپږ کسان مړۀ

Jan 14, 2026 - 16:17
 0  6
کوهاټ، دغر نه دګټ راپريوتو له امله شپږ کسان مړۀ

 کوهاټ( وحدت خبر) دکوهاټ تصحيل ګمبټ په خواؤشا علاقه کښې دغر نه دګټ راپريوتو په نتيجه کښې شپږ کسان مړه  شويدي، دريسکيو١١٢٢ ترمخه داطلاع په ترلاسه کيدو سيمې ته دريسکيو ټيمونه رسيدلي دي، امدادي ټيمونو دملبې لاندې شوو کسانو راويستلو لپاره دمشين دلارې دملبې لرې کولو کار شروع کړے دے.دريسکيو چارواکو ترمخه  يو ژوبل شوي تن ته په موقعه طبي امداد ورکړے شوے دے، يو تن تراوسه دملبې لاندې بې درکه دے چې دلټون لپاره ئې سرچ اينډ ريسکيو اپريشن روان دے. دمړو شوو کسانو پيژندګلو دـطلعت ولد وکيل، ايف سي والا فياض ولد رياض، عابد ولد پرويز، دانيال ولد ظفر علي، صابر ولد اقپال اؤ فراز ولد فرزند علي په نومونو سره شوې ده، رياض علي خان عرف ګوډ ولد اعتبار خان ژوبل شوے دے  فيضان ولد حاجي رحمان تراوسه دملبې لاندې ګير دے چې دراويستلو لپاره ئې اپريشن روان دے.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي