خېبرپښتونخوا کښې په عملي توګه دحکومت عملمداري چرته نۀ ښکاري، ميا افتخار
صوابۍ( وحدت خبر) دعوامي نيشنل پارټۍ خېبرپښتونخوا صدر ميا افتخار حسين وئيلي دي چې په خېبرپښتونخوا کښې په عملي توګه دحکومت عملداري چرته په نظر نۀ راځي، ددهشت ګردۍ په وجه دوزيراعلى په پلرنۍ ضلع کښې دتيراه نه عوام کډې کوي، وزيراعلى اؤ کابينه دعوامو دډاډګيرنې پځائے دکراچۍ په پکنک کښې مصروف دي، ددې طرز عمل په وجه موجوده صوبائي حکومت دصوبې دعوامو تذليل کوي، په تحصيل ټوپۍ کښې شموليتي دستورې ته په وينا کښې ميا افتخار حسين ووييل چې دعمران خان د رهايۍ لپاره کوششونه دپي ټي ائي حق دے خو صوبه نظرانداز کول دمنلو نۀ دي، پي ټي ائي دې خپل سياست وکړي خو دصوبې عوامو ته دڅه خبرې سزا ورکولے شي، صوبائي خپلواکۍ ته مونږ ائيني شکل ورکړے خو عوام ئې اوس هم دګټو نه محرومه دي، دديارلسو کلونو راهسې دنااهله حکمرانانو په وجه په صوبائي خپلواکۍ عمل درامد نۀ کيږي، مرکز اؤ دصوبې ترمينځ دجاري کشمکش ټول نقصان صوبه برداشت کوي، دحقونو حصول لپاره به دسياست نه بالاتر کيدو سره صوبې ته دمرکز سره خبره کول وي، دخپل سياست لپاره دقام دحقونو سودا کول په هيڅ ډول مونږ ته منظور نۀ دي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0