جمرود کښې ټريفکي پېښه، څلور مړۀ
جمرود( وحدت خبر) په جمرود کښې دټريفک په يوه افسوسناکه پېښه کښې څلور کسان مړۀ شويدي، دقبائيلي ضلعې خېبر په جمرود علاقه کښې ګاډے اؤ ټرک جنګيدلي دي، پېښه کښې يو تن ژوبل شوے هم دے. دوادۀ زلمے دخپلو ملګرو سره دسيلون نه واپس راروان ؤ چې دحادثې سره مخ شو خو پېښه کښې دوادۀ زلمے بچ شوے دے، دريسکيو چارواکو ترمخه مړو شوو کښې منصور، نعمان ولد مجيب، سهيل اؤ ضراب شامل دي. مړي هسپتال ته منتقل کړے شويدي. دوه ورځې وړاندې هم په جمرود کښې دبهګياړۍ چيک پوسټ سره نزدې دوه ګاډي جنګيدلي وو چې په نتيجه کښې ئې دزنانه اؤ ماشومانو پشمول شپږ کسان ژوبل شوي وو.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0