دعمران خان په قيادت کښې دحقيقي ازادۍ جدوجهد په پوره قوت سره جاري دے،سهيل افريدے

Jan 10, 2026 - 22:16
 0  7
دعمران خان په قيادت کښې دحقيقي ازادۍ جدوجهد په پوره قوت سره جاري دے،سهيل افريدے

پېښور( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا وزيراعلى محمد سهيل افريدي واضحه کړې ده چې په ټول پاکستان کښې دعمران خان په قيادت کښې دحقيقي ازادۍ جدوجهد په پوره قوت سره جاري دے چې بنيادي مقصد ئې  دازادې ميډيا، ازادې عدليې اؤ قانون دبالادستۍ داصولو تحفظ دے، دۀ وئيلي دي چې ترڅو پورې  چې دعمران خان دزړۀ هاغه خواهش، چې مقصد ئې دملک خپلواکي، دعوامو خوشحالي اؤ دائين بالادستي ده، پوره شوے نۀ وي، مونږ به په ارام نۀ کښينو، هم ددې عزم لاندې  دسټريټ موومنټ تيارۍ لپاره به غيرغيرت مند اؤ باشعوره وګړي پورې  رسيږو اؤ  دوي ته به په دې جدوجهد کښې دشامليدو بلنه ورکولے شي، ترڅو چې  عمران خان غږ کوي ، عوام به ئې  کوټلې ملګرتيا کوي، ددې خيالاتو څرګندونه دۀ دخپل سندهـ ددورې په دوران ضلع جامشورو کښې دسندهـ يونائيټډ پارټۍ مشر سيد زين شاه له لوري ورکړے شوې استقباليې ته په وينا کښې کړې ده، په دې موقعه وزيراعلى ووئيل چې  اصف علي زرداري دبې نظير بهټو اؤ ذوالفقار علي بهټو سياست عملاً ختم کړے دے اؤ نن سندهـ دزرداري په قبضه کښې دے، دۀ په دې خبره دافسوس اظهار وکړو چې  کوم جماعت ځان دائين اؤ اتلسم ترميم علمبردار ګرځوي، هم دوي د٢٦م اؤ ٢٧م ترميم دلارې دائين په بنيادي ډهانچه کښې بدلونونه کړيدي چې دجمهوري روح په ضد دي، وزيراعلى ووئيل چې  دجناح باغ  ګيټونو ته تالې لګول شويدي خو ددې باوجود به هم مونږ جلسه کوو اؤ ټولې دنيا ته به پيغام ورکوو چې  سندهـ دعمران خان ؤ اؤ هم دعمران خان به پاتې کيږي، دۀ ووئيل چې دسندهـ عوامو  اوس دحکمرانانو اصل مخونه کتلي دي، هغوي بدلون غواړي  اؤ نور ددوي برداشت کولو ته تيار نۀ دي. محمد سهيل افريدي ووئيل چې  کوم خلق چې دعمران خان دنوم نه ويريږي  هغوي ئې دنوم اخستو نه هم ډډه کوي  اؤ په اشارو کښې خبره کوي. دۀ ووئيل چې اخر په نوم اخستو کښې څه بدي ده اؤ واضحه ئې کړه چې همدا ويره ددې خبرې  ثبوت دے چې  عوامي طاقت اؤ دبدلون غږ  ناقابل ترديد شويدي. ددې نه وړاندې وزيراعلى  دکراچۍ ددورې په دوران  قيوم اباد، کورنګي کښې کارکنانو ته وينا وکړه اؤ وروسته ئې حيدراباد ته دروانيدو  په موقعه ميډيا سره په خبرو کښې ووئيل چې  دکراچۍ مختلفو علاقو کښې کارکنانو اؤ عوامو لخوا چې ددۀ کوم په مينه اؤ جوش سره هرکلے وکړے شو هغه ددې خبرې واضحه ثبوت دے چې  عمران خان نۀ صرف  ژوندے سياسي حقيقت دے بلکې نن هم دملک مقبول ترين قائد دے. دۀ ووئيل ځينې خلقو دعوه کوله چې دعمران خان سياسي کردار ختم شوے دے خو دکراچۍ کوڅې، بازارونه اؤ عوامي اجتماعات ددې دعوې ترديد کوي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي