تهران نه ١٠٠ وسله وال کسان ګرفتار

Jan 10, 2026 - 20:52
 0  1
تهران نه ١٠٠ وسله وال کسان ګرفتار

 تهران( ميډيا رپورټ) تهران نه ١٠٠ وسله وال کسان ګرفتار کړے شويدي،  پۀ ټول ايران کښې لا هم مظاهرې  جاري دي،  دميډيا رپورټ ترمخه دمراهرينو اؤ پوليس ترمينځ په نښتو کښې نور شدت هم راغلے دے، ديو شمير کسانو دمړينې اطلاعات هم ترلاسه شويدي، دمظاهرو په وجه انټرنيټ سروس دتيرو شپږ ديرشو ګينټو راهسې بند دےو دانټرنيټ بنديدو په وجه  داولسي وګړو اؤ بهرنۍ نړۍ ترمينځ رابطه منقطع ده. بل اړخ ته ايراني چارواکو دتهران بهارستان ټاؤن کښې سل وسله وال کسان نيولي دي، دايراني ميډيا ترمخه نيول شوو کسانو په ملک کښې دامن وامان دصورتحال دخرابولو کوشش کولو.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي