د طالبانو دحکومت جوړيدو نه پس پاکستان ترټولو زيات متاثره شوے دے،ائي سي جي
په برسلز کښې قائم ازاد غير منافع بخش تهنک ټينک انټرنيشنل کرائسس ګروپ( ائي سي جي) وينا ده چې پاکستان په ٢٠٢١م کښې په افغانستان دطالبانو دقبضې نه پس ترټولو زيات متاثره شوے ملک پاتې شوے دے اؤ دجنګ بندۍ باوجود دعسکريت خوښو دحملو جاري پاتې کيدو په صورت کښې اسلام اباد په مغربي ګاونډي دوباره حمله کولے شي. ائي سي جي ، چې بنياد ئې ممتاز سياستدانانو ايښودے ؤ، په يو رپورټ کښې وئيلي دي چې ددواړو ملکونو په تعلقاتو کښې تاؤتريخوالے راغلے دے چې بنيادي وجه ئې دافغان ـطالبانو لخوا دتحريک طالبان پاکستان( ټي ټي پي) خلاف دکريک ډاؤن نه انکار دے. د٢٠٢٢م نه پس پاکستان کښې په تشدد کښې اضافه شوې ده، صرف په ٢٥م کښې عسکريت خوښو د٦٠٠ؤ نه زيات پاکستاني فوجيان اؤ پوليس اهلکار شهيدان کړيدي چې پکښې زياتره پېښې دافغانستان پولې سره پيوست دوه پاکستاني صوبو خېبرپښتونخوا اؤ بلوچستان کښې شويدي. اسلام اباد ددې حملو لپاره بلوچ ګروپونو نه علاوه کالعدم ټي ټي پي ذمه وار ګرځوي، چې په اړه ئې اسلام اباد دثبوت سره يقين ساتي چې دوي ته دملک دروايتي حريف انډيا حمايت ترلاسه دے. دائي سي جي درپورټ ترمخه دمتحده قامونو مانيټر وائي چې ټي ټي پي ته دطالبانو حمايت ترلاسه دے. خو طالبان په عوامي توګه ددې خبرې ترديد کوي چې پاکستاني عسکريت خوښي په افغانستان کښې هم موجود دي اؤ وائي چې اسلام اباد هغوي( ټي ټي پي) راپارولي اؤ دا پېښې داخلي مسئله ګرځوي. په ١٨م اکتوبر د ټي ټي پي په حمله کښې دپاکستان مغربي برخه کښې ١١ پاکستاني فوجيان شهيد کيدو نه پس اسلام اباد دپولې پورې غاړه فضائي حملې وکړې چې پکښې وړومبۍ حمله په کابل وه چې پکښې په ظاهره دټي ټي پي مشر نور ولي محسود په نخښه کړے شوے ؤ. افغانستان دپاکستان په فوجي تنصيباتو حملو سره جواب ورکړے ؤ. مسلسل جنګ کښې دواړو اړخو ته فوجي او سويلين مرګ ژوبله اوښتې ده.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0