پېښور کښې په ډزو خواجه سرا قتل

Jan 4, 2026 - 22:46
 0  1
پېښور کښې په ډزو خواجه سرا قتل

پېښور( وحدت خبر)  پېښور کښې دفقيراباد تاڼې حدودو شګۍ پل سره نزدې دډزو په يوه پېښه کښې يو خواجه سرا قتل کړے شوے دے، دپوليسو ترمخه دمقتول شناخت دباسط عرف بجلي په نوم سره شوې ده، دپوليسو له لوري  دملزم وقار عرف شينا خلاف درج کړے شوې ده. ملزم وقار خواجه سرا باسط عرف بجلي سره دليدو لپاره ورغلے، په تکرار  ملزم په خواجه سرا ډزې کړيدي، دخواجه سراؤ دتنظيم ترمخه دپينځوو کلونو په دوران ١٥٠ؤ نه زيات خواجه سرا قتل شويدي. دذريعو وينا ده چې دخواجه سرا بجلۍ پينځه مياشتې وړاندې وادۀ شوے ؤ، بجلي خواجه سرا کيدو نه وړاندې  دخپلو ګډو بيز فارم چلولو،  په ټک ټاک او سوشل ميډيا دراتللو نه پس  خواجه سرا دخپل يو ملګري په توسط سر خواجه سرا جوړ شوے اؤ دخواجه سراؤ په بازار کښې ئې ډير شهرت ترلاسه کړے ؤ. بجلي دعلاقې شګۍ دځوان وقار افريدي سره په زبردستۍ ملګرتيا کول غوښتل خو وقار دهغه سره ملګرتيا نۀ غوښته، بجلي څه موده وړاندې وقار ته يو موټرسائيکل هم اخستے اؤ ورکړے ؤ چې دهغه والدينو خواجه سرا ته واپس کړے ؤ دکوم نه پس چې خواجه سرا بجلي دوقار افريدي دکورنۍ نه دوه لکه روپۍ هم دجرمانې په توګه وصول کړې وې چې  دوقار افريدي سره به تعلق ختم کړي. خواجه سرا به وقار افريدي دکورنۍ بدنامولو لپاره دهغوي دحجرې مخې ته شور کولو چې وقار افريدي ماته حواله کړئ.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي