احسن اقبال په لائيو شو کښې په زوره داف ائير کيدو تاثر رد کړو
اسلام اباد( وحدت خبر) دمنصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال دا تاثر رد کړے دے چې دزيارت په ورځ ديوې لائيو شو په دوران چا هغه ته په زبردستۍ داف ائير کيدو وينا کړې ده، ددې سره هغه دا درخواست هم کړے دے چې دې پېښې ته دې سياسي رنګ ورنۀ کړے شو په سوشل ميډيا دزيارت په ورځ يوه ويډيو وائرل شوې ده چې پکښې کتل کيږي چې وفاقي وزير احسن اقبال داے ار وائي نيوز پروګرام اليونتهـ اور کښې دکوربه وسيم بادامي سره خبرې کوي چې په دې دوران ناڅاپي دپس منظر نه غږ راځي چې بند کړه دا، دکوم نه پس چې احسن اقبال دمنظر نه لرې کيږي. په دې صورتحال کوربه وسيم بادامي دپريشانۍ اظهار کوي او وائي زۀ اميد کووم چې هر څه به سم وي. ددې سره هغه په مائيک دپروګرام پروډيوسر نه پوښتنه کوي چې ايا احسن اقبال دخپل کور نه( پروګرام کښې لائيو) ؤ؟ماته نۀ ده معلومه چې هلته څه وشول؟ لږ ساعت پس دا کلپ په سوشل ميډيا وآئرل شو اؤ هر شان اندازې اؤ اوازې شروع شوې اؤ په دې حواله تبصرې شروع شوې چې شايد په احسن اقبال چا په زور کيمره بنده کړې ده. وروسته احسن اقبال پخپل يو پوسټ کښې وضاحت وکړو چې دې پېښې ته دې سياسي رنګ ورنۀ کړے شي. هغه ليکلي ستاسو دتشويش نه دډکو پيغامونو شکريه، نيغ په نيغه دنشرياتو په دوران مختصر خلل رامخې ته شو، کله چې نزدې موجود يو تن په کوم بحث کښې مصروف ؤاؤ هغه ته معلومه نۀ وه چې زۀ په لائيو ان ايئر يم.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0