فيلډ مارشل عاصم منير سره دټرمپ نزدې والي پاک امريکا تعلقاتو ته نوے اړخ ورکړے،دفارن پاليسي اعتراف
امريکائي جريدې فارن پايسي پخپل تازه رپورټ کښې دصدر ټرمپ دنوې خارجه پاليسۍ په تناظر کښې پاکستان ډاګيز کامياب ملک اؤ هند په واضحه توګه ناکامه ملک ګرځولے دے.
درپورټ ترمخه د دډونلډ ټرمپ دصدارت ددويم دور داغاز نه پس پاکستان په واشنګټن کښې يوه خاموشه خو موثره اسټريټجک واپسي کړې د ه چې په نتيجه کښې ئې دامريکې اؤ پاکستان ترمينځ په تعقاتو کښې ډاګيزه بهتري راغلې ده.
فارن پاليسي وئيلي پاکستان هاغه اعتماد اؤ نيغ په نيغه رسد ترلاسه کړے چې ګڼو نزدې امريکائي اتحاديانو هم نۀ دے ترلاسه کړے.
امريکې دوباره پاکستان ته ديو قابل اعتماد اؤ موثره شراکت دار په توګه کتل شروع کړيدي. په رپورټ کښې دپاکستان عسکري قيادت اؤ په خصوصي توګه د فيلډ مارشل عاصم منير کردار هم په تعلقاتو کښې دپرمختګ يو اهم عنصر ګرځول شوے دے.
په اوول افس کښې دخارجه وزير مارکو روبيو لخوا دفيلډ مرشل عاصم منير اؤ وزيراعظم شهبازشريف هرکلے هم يوه مثبته اشاره ګرځول شوې ده.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0