دکوهاټ مختلفو علاقو کښې چهاپې، ګڼ سوالګري اؤ کم عمره ماشومان نيول شوي دي

Dec 23, 2025 - 10:26
 0  1
دکوهاټ مختلفو علاقو کښې چهاپې، ګڼ سوالګري اؤ  کم عمره ماشومان نيول شوي دي

کوهاټ( وحدت خبر)  کوهاټ کښې دسوالګرو خلاف دعملي اقداماتو اغاز شوے دے،  دکم عمره ماشومانو نه دمشقت خاتمې لپاره دفوري کارروايۍ فيصله شوې ده. دکوهاټ  دډپټي کمشنر رحيم الله   محسود په خصوصي هدايت ايډيشنل ډپټي کمشنر جنرل کوهاټ حامد اقبال په مشرۍ کښې  ډسټرکټ ويجلينس کميټۍ اجلاس کښې دګداګرۍ اؤ کم عمره ماشومانو نه دمشقت دخاتمې لپاره دفوري کارروايۍ فيصله شوې ده، دفيصلې ترمخه دتيرې ورځې نه باقاعده اپريشن شروع کړے شوے دے چې ددې لپاره يو خصوصي ټيم جوړ کړے شوے دے. دټيم مشري ايډيشنل اسسټنټ کمشنر دلنواز خان کړې ده، ټيم کښې چائيلډ پروټيکشن افيسر عظيم عباس، ټريفک انچارج عرب جان اؤ سماجي کارکن ايثار علي بنګش هم شامل وو. دکارروايۍ په دوران په وړومبۍ ورځ بهزاد چکرکوټ، کچهرۍ چوک اؤ پېښور چوک پشمول مختلفو مقاماتو باندې چهاپې وهل شوي دي چرته چې دلسګونو په شمير کښې سوالګر اؤ کم عمر ماشومان په تحويل کښې اخستل شوي اؤ چائيلډ پروټيکشن يونټ ته منتقل کړے شويدي، دمتعلقه ادارو لخوا به دماشومانو بحالۍ، پالنې اؤ قانوني کارروايۍ عمل شروع کولے شي، دضلعي انتظاميې وينا ده چې ګداګري اؤ چائيلډ ليبر يوه سنګينه سماجي مسئله ده چې دخاتمې لپاره به ئې بغير دفرق نه کارروايۍ روانې وي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي