دجسټس طارق جهانګيري انکشافات، داسلام اباد هائيکورټ په چيف جسټس دمس کنډکټ الزام

Dec 17, 2025 - 22:59
 0  1
دجسټس  طارق جهانګيري انکشافات، داسلام اباد هائيکورټ په چيف جسټس  دمس کنډکټ الزام

 اسلام اباد( وحدت خبر) داسلام اباد هائيکورټ ججس جسټس طارق جهانګيري  داسلام اباد هائيکورټ چيف جسټس  دبينچ نه دبيليدو په اړه په هائيکورټ کښې تيره ورځ دائر کړے شوي خپل درخواست کښې اهم انکشافات کړيدي.  جسټس  طارق جهانګيري انکشافات، داسلام اباد هائيکورټ په چيف جسټس  دمس کنډکټ الزام لګولے دے اؤ دعوه ئې کړې ده چې دډګرۍ کيس  چيف جسټس دځينو نورو کسانو نه علاوه زما سره ډسکس کړے دے، جسټس طارق جهانګيري  په درخواست کښې ذکر کړے دے چې  چيف جسټس سرفراز ډوګر  په سخت پريشر کښې کيدل تسليم کړي دي، چيف جسټس تسليم کړې چې دډګرۍ کيس زر اوريدو په اړه په هغه دباؤ دے. چيف جسټس ماته نيغ په نيغه اؤ باالواسطه تجويز راکړے اؤ وئيلي ئې دي چې زۀ دې پوسټ ډيټ استعفا ورکړم.  دۀ وئيلي دي چيف جسټس  ماته تجويز راکړے چې زۀ دې استعفا ورکړم اؤ چیف جسټس ته ئې حواله کړم ، ماته دا هم وئيل شويدي چې په دۀ به دغسې پريشر کم شي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي