باجوړ کښې دپوليو په ډله حمله، ديو پوليس اهلکار پشمول دوه کسان شهيدان
باجوړ( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا قبائيلي ضلعې باجوړ کښې په پوليو ټيم وسله والو حمله کړې ده چې له امله ئې دپوليو ډلې په حفاظت دمامور ديو اهلکار پشمول دوه کسان شهيدان شويدي، دذريعو وينا ده چې دباجوړ د سالارزئي تحصيل په تنګي سيمه کښې دپوليو په ټيم نامعلومو وسله والو ډزې کړيدي، دباجوړ ډي پي او وينا ده چې علاقې ته دپوليو درنه نفري روانه کړے شوې ده. دپېښې وروسته پوليسو ټوله سيمه پخپله ګيره کښې اخستې اؤ تحقيقات ئې شروع کړيدي. بل لوري ته دباجوړ پوليس دکانسټيبل سجاد احمد شهيد دجنازې لمونځ پوليس لائن باجوړ کښې په پوره سرکاري اعزاز سره ادا کړے شوے دے. دهغه دجنازې په لمونځ کښې کمانډنټ باجوړ سکاوټس، ډپټي کمشنر باجوړ،ايس پي انويسټي ګيشن باجوړ، پوليس اؤ سول محکمو افسرانو، دعلاقې مشرانو اؤ دسول سوساسئټۍ کسانو په ګڼ شمير کښې ګډون کړے دے. دجنازې دلمونځ ادا کيدو نه پس دپوليسو چاق وچوبند دستې دشهيد جسد ته سلامي ورکړې ده، دشهيد قربانۍ ته عقيدت پيش کړے شوے اؤ دګلونو څادر پرې غوړول شوے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0