عمران خان اؤ بشرى بي بي ناحقه قيدکښې ساتل کيږي،وزيراعلى

Dec 12, 2025 - 17:58
 0  1
عمران خان اؤ بشرى بي بي ناحقه قيدکښې ساتل کيږي،وزيراعلى

پېښور( وحدت خبر) دخېبر پښتونخوا وزيراعلى محمد سهيل افريدي  وئيلي دي چې  عمران خان اؤ بشرى بي بي ناحقه قيد اؤ مسلسل په ائسوليشن کې ساتل کيږي اؤ په قيد کښې ورته ديخنۍ سامان هم نۀ شي فراهم کولے، دصوبائي کابينې غونډې ته په وينا کښې وزيراعلى ووئيل چې  دعمران خان په خويندو دواټر کينن چلول اؤ بې عزتي ئې کول شرمناک اقدام دے، دۀ ووئيل چې صوبائي حکومت ددې ناروا اؤ غير انساني سلوک سخته غندنه کوي، دۀ ووئيل چې ايف سي اجلاس کښې دصوبائي حقونو لپاره سب کميټي جوړه کړے شوې ده چې خوش ائند دي، سب کميټۍ مشري به صوبائي دخزانې مشير کوي، دواجباتو په حواله به سفارشونه وفاق ته پيش کولے شي، واضحه کوو چې دصوبې حقونو لپاره به ټولې سايسي اؤ قانوني لارې اختيارولے شي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي