اين ايف سي ايوارډ کښې قبائيلي ضلعو ته برخه نۀ ورکول غيرائيني دي،وزيراعلى سهيل افريدے
پېښور: تيره ورځ دخزانې دوفاقي وزير محمد اورنګزيب په مشرۍ کشې ديوولسم قومي مالياتي کميشن اجلاس ترسره شو چې پکښې دخېبرپښتونخوا اؤ سندهـ اعلى وزيرانو اؤ دبلوچستان اؤ پنجاب دخزانې وزيرانو دخپلو صوبو نمائندګي وکړه په اجلاس کښې دوفاق اؤ صوبو ترمينځ په خېبرپښتونخوا کښې د ضم شوو ضلعو په تسليمولو اتفاق شوے دے. دوزيراعلى سهيل افريدي وينا ده چې د٢٠١٨م راهسې په انتظامي توګه دفاټا ضلعې دخېبرپښتونخوا برخه دي خو په اين ايف سي ايوارډ کښې ئې برخه شامل نۀ ده. وزيراعلى وئيلي په غونډه کښې ئې په دې اړه غږ پورته کړے چې دغسې کول غيرائيني دي اؤ ټول برخه وال ئې دموقف سره متفق وو. فيصله شوې ده چې دشورو تر ورځې به په دې کميټي جوړيږي چې تر اتمې جنورۍ به داين ايف سي کميټۍ مخې ته سفارشونه ږدي. راتلونکې داين ايف سي غونډه به په اتمه جنورۍ کيږي چې پکښې به دوړاندې لائحه عمل ټاکلے شي.دقومي مالياتي کميشن په غونډه کښې په مالي صورتحال بريفنګ ورکړے شوے دے دکوم نه پس چې دورکنګ ګروپونو جوړولو فيصله شوې ده. په دې موقعه دخزانې وزير وووئيل چې داين ايف سي په اړه داندازو اؤ اندېښنو حل مخلصانه اؤ شفافه مکالمه ده. دۀ ووئيل وړومبۍ ترجيح ئې ديو بل خبره اوريدل دي، اميد دے چې ټول به ديو بل سره دتعميري مرستې په جذبه مخ په وړاندې لاړ شي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0