٢٧م ائيني ترميم دمتفقه ائين شکل وران کړے دے،شفيع الله جان

Nov 16, 2025 - 15:59
 0  2
٢٧م ائيني ترميم دمتفقه ائين شکل  وران کړے دے،شفيع الله جان

پېښور( وحدت خبر) دخېبرپښتونوا داطلاعاتو اؤ تعلقات عامه ځانګړي مرستيال شفيع الله جان  وئيلي دي چې ٢٧م ائيني ترميم دمتفقه ائين شکل  وران کړے دے، دبټګرام پريس کلب  ددورې په موقعه  دپريس کلب نوو منتخب عهديدارانو دحلف بردارۍ په دستوره کښې هغه دخصوصي ميلمه په حېث شرکت کړے دے، په دې موقعه دوزيرالعى دلوبو اؤ ځوانانو دچارو مشير  تاج محمد ترند هم  دهغه سره موجود و، شفيع الله جان دپريس کلب اؤ يونين اف جرنلسټس بټګرام دنوې منتخب کابينې نه حلف واخستو، په دې موقعه  دوينا په وخت دۀ ووئيل چې  دنهمې مئ نه پس دتحريک انصاف خلاف  کارروايۍ شويدي اؤ زمونږ نه حقونه تروړل شويدي، دۀ ووئيل چې  په زبردستۍ پريس کانفرنسونه شويدي، نن هم دپي ټي ائي رهنما اؤ کارکنان په جيلونو کښې دي اؤ دعدالتونو چکرې لګوي

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي