دبنو اؤ لکي مروت په سرحد اپريشن،٧ خوارج هلاک
بنو( وحدت خبر) دبنو اؤ لکي مروت په سرحد سي ټي ډي اؤ پوليسو مشترکه اپريشن ترسره کړے دے چې پکښې ٧ خوارج هلاک شويدي، دډي ائي جي بنو ريجن سجاد خان نيغ په نيغه نګرانۍ کښې ډي پي او بنو سليم عباس کلاچي په قيادت کښې دضلع بنو پوليس، سي ټي ډي ځوانانو په پېشه وارانه مهارت سره علاقه په ګيره کښې اخستې اؤ موثره کارروائي کړې ده، دبيان ترمخه دعلاقې خلق په ګڼ شمير کښې پوليس سره اوږه په اوږه ودريدلي اؤ دکوټلې مرستې مظاهره ئې کړې ده. ريجنل پوليس افسر بنو سجاد خان اؤ ډسټرکټ پوليس افيسر بنو سليم عباس کلاچي وئيلي بنو پوليس دامن وامان قيام اؤ دعوامو حفاظت لپاره تيار دي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0