داسلام اباد خودکش حملې په نړيواله کچه غندنه
اسلام اباد( وحدت خبر) وفاقي دارالحکومت اسلام اباد کښې دشوې خودکش حملې نه پس نړيوالو مشرانو او تنظيمونو لخوا دسختې غندنې بيانونه مخې ته راغلي دي، متحده قامونو، امريکا، چين ، برطانيې اؤ ترکيې دافسوس څرګندونه کړې ده، قطر اؤ متحده عرب امارات هم دپېښې غندنه کړې اؤ دمتاثره کورنيو سره ئې تعزيت اؤ دزخميانو دزر رغيدو لپاره ئې دعا کړې ده، په اسلام اباد کښې شوې خودکش چاؤدنه کښې دولس کسان شهيدان شوي اؤ شپږ ديرش ژوبل شوي وو. دمتحده قامونو سيکرټري جنرل انتونيو ګوتيريس دحملې سخته غندنه کړېده اؤ وئيلي ئې دي چې هغه دمتاثرينو دکورنيو سره دزړۀ نه تعزيت کوي، دمتحده قامونو ترجمان فرحان عزيز وئيلي دي چې سيکرټري جنرل دترهه ګرۍ دټولو پېښو سخته غندنه کوي اؤ دمجرمانو دمحاسبې په ضرورت زور راوړي. په اسلام اباد کښې دامريکې سفارتخانې په ايکس خپل بيان کښې وئيي دي چې مونږ دترهه ګرۍ خلاف په جنګ کښې دپاکستان سره ولاړ يو، زمونږ همدردۍ دهاغو کورنيو سره دي چې خپل عزيزان ئې بائيلي دي. چين هم داسلام اباد دچاؤدنې غندنه کړې ده. دبرطانيې هائي کمشنر جين ميريټ پخپل بيان کښې وئيلي دي چې هغوي دمتاثرينو دکورنيو سره غمرازي څرګندوي اؤ دبرطانيې وګړو ته ئې په پاکستان کښې دسفر په دوران داحتياطي تدابيرو اختيارولو مشوره ورکړې ده. برطانوي حکومت ددې پېښې نه پس خپله ټريول ايډوائزري هم اپ ډيټ کړې ده. دترکيې خارجه وزارت وئيلي دي چې په اسلام اباد کښې دشوې خودکش حملې سخته غندنه کوي اؤ دپاکستان سره ددهشت ګردۍ خلاف په جنګ کښې ديو والي اظهار کوي. همدغه شان قطر اؤ متحده عرب اماراتو هم اسلام اباد په وانا کښې دشوو ترهه ګرو حملو غندنه کړې ده.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0