غزه، داسرائيلو په حملو کښې نور درې فلسطينيان شهيدان

Oct 31, 2025 - 22:02
 0  2
غزه، داسرائيلو په حملو کښې نور درې فلسطينيان شهيدان

 غزه( رائټرز)  دفلسطين دصحت محکمې ترمخه داسرائلو فوج   مسلسل په څلورمه ورځ دغزه په پټۍ حملې کړيدي چې په نتيجه کښې ئې درې فلسطينيان شهيدان شويدي، دا پېښه دجنګ بندۍ دمعاهدې لپاره يو بل امتحان ثابت شوے دے، دخبري ادارې رائترز ترمخه مقامي اوسيدونکو وئيلي اسرائيلو دشمالي غزه علاقو کښې ګوله باري اؤ ډزې کړيدي، اسرائيلي چارواکو وئيلي  هغوي  دامريکائي صدر ډونلډ ترمپ په ثالثۍ  په شوې جنګ بندۍ  قائم دي. داسرائيلو فوج درائټرز دتبصرې په درخواست کوم جواب نۀ دے ورکړے. فلسطيني خبري ادارې وفا وئيلي يو فلسطيني وګړي تيره ورځ شوو حملو کښې  دزخمونو تاب نۀ دے راوړے اؤ شهيد شوے دے.بلخوا دغزه دصحت وزارت وينا ده دحماس لخوا داسرائيليانو ددوه يرغماليانو لاشونه چارواکو ته دحواله کيدو نه پس داسرائيلو په حمله کښې دشهيد شوو ٣٠ؤ فلسطينيانو لاشونه ريډ کراس ته حواله کړے شويدي. دجنګ بندۍ معاهدې لاندې حماس ټول ژوندي اسرائيلي يرغماليان رها کړيدي، په بدل کښې   ئې خواؤشا دوه زره فلسطيني قيديان اؤ نظربند اولسي وګړي رها کړے شويدي. اسرائيلو ددې په بدل کښې دخپلو فوجونو شاته کولو، دحملو مخنيوي اؤ امداد کښې   په اضافې کولو اتفاق کړے ؤ.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي