داسرائيلو پوځ وائي دوي په ١٣مه مئ دحماس مشر محمد سنوار وژلے

داسرائيلو فوج دخالي په ورځ وئيلي دوي په ديارلسمه مئ دحماس دغزه مشر محمد سنوار وژلے چې ورسره په روانه هفته کښې داسرائيلي وزيراعظم لخوا نيتن ياهو په دې اړه دشوې دعوې تصديق شوے دے.
دنړيوالې خبري ادارې رائټرز ترمخه نيتن ياهو دشورو په ورځ وئيلي وو چې محمد سنوار دروانې مياشتې په ابتدا کښې په جنوبي غزه کښې په يو هسپتال داسرائيليو دفضائي حملې هدف ؤ، هغه وئيلي وو چې محمد سنوار وژل شوے دے.
محمد سنوار دفلسطيني مزاحمتي ډلې حماس دوژل شوي مشر يحيى سنوار کشر ورور ؤ، يحيى سنوار په اکتوبر ٢٠٢٣م کښې په اسرائيلو دحملې منصوبه ساز ؤ
What's Your Reaction?






