دحج په خطبه کښې دفلسطيني بچو او زنانه ؤ دقاتلانو دبربادۍ يادونه

دمسجدالحرام امام شيخ ډاکټر صالح بن عبدالله په مسجد نمره کښې دحج دخطبې ورکولو په دوران وئيلي دي چې د ايمان واله ؤ دالله پاک نه ويريدل اؤ تقوي اختيارول پکار دي.
هغه وئيلي دي چې شيطان دمسلمانانو( انسان) دشمن دے اؤ مسلمانان ته له هغه څخه لرې اوسيدل پکار دي، هغه وئيلي مسلمانانو ته پخپله مينځ کښې اتحاد اؤ اتفاق ساتل پکار دي، کۀ څوک خپل دشمن وبخښي نو الله پاک به ئې خپل ملګرے جوړ کړي.
شيخ صالح بن عبدالله ووئيل الله تعالي اسلام ددين په توګه دانسانيت لپاره خوښ کړے دے اؤ دين مکمل شوے دے.
ددۀ وينا وه چې نيکي بدۍ ختموي نو ځکه دنيکۍ دزياتې نه زيات کوشش کول پکار دي.
دمسجدالحرام امام ووئيل رسول الله(ص) فرمائيلي چې دالله پاک عبادت داسې کول پکار دي چې هاغه الله وينئ.
ددۀ وينا وه داسلام درې درجې دي او ترټولو لويه درجه احسان دے، دوالدينو سره صله رحمي، نرمي اؤ دوعدو تکميل هم ددين برخه ده اؤ حيا دايمان څانګه ده.
شيخ صالح بن عبدالله ووئيل دحج پهدوران الله زيات يادول پکار دي، دعاګانې کول پکار دي اؤ ددنيا اؤ اخرت نيکۍ غوښتل پکار دي، دۀ وئيل الله پاک فرمائيلي چې په نيکۍ کښې ديو بل سره مرسته وکړئ او له بدو خبرو نه منعې شئز
دۀ ووئيل الله پاک صبر کوونکو ته پوره ثواب ورکوي، ايمان واله ؤ ته رښتيا خبرې کول پکار دي، ددروغو نه بچ کيدل پکار دي.
شيخ صالح بن عبدالله په دې موقعه دعا کړې چې الله پاک دې دفلسطيني وروڼو مدد وکړياؤ دزنانه ؤ اؤ ماشومانو قتلوونکي ظالمان دې الله برباد کړي.
What's Your Reaction?






