په مخصوصو نشستونو داپوزيشن جماعتونو حلف به  دپارليماني سياست  ترټولو تور باب ګڼلے شي،بيرسټر سيف

Jul 20, 2025 - 23:34
Jul 20, 2025 - 23:34
 0  3
په مخصوصو نشستونو داپوزيشن جماعتونو حلف به  دپارليماني سياست  ترټولو تور باب ګڼلے شي،بيرسټر سيف

دخېبرپښتونخوا دوزيراعلى داطلاعاتو مشير بيرسټر ډاکټر محمد علي  سيف وئيلي دي چې په مخصوصو نشستونو داپوزيشن جماعتونو حلف به  دپارليماني سياست  ترټولو تور باب ګڼلے شي دشپږويشتم ائيني ترميم سهارې اخستو سره  دپارليماني سياست په سينه کشې چاړۀ ټومبل شوې ده،

 داطلاعاتو مشير وئيلي دي چې عوامو چې  کوم ګوندونه دپي ټي ائي په مقابله کښې مسترد کړي وو، هم په هغوي دپي ټي ائي مخصوصې چوکې  وويشل شوې چې دعوامي رائے توهين دے،  په مخصوصو نشستونو  قبضه کول  دپارلماني سياست په وقار ضرب دے  چې ذمه وار ئې بې ضميره سياستدانان دي

 بيرسټر سيف وئيلي دي چې کۀ چرې  اپوزيشن کښې  اخلاقي جرائت وے نو دمخصوصو چوکو نه به ئې انکار کړے وے،  اپوزيشن  دګټې کولو باوجود هم غيرمطمئين دے، خو پي ټي ائي دعوامي حمايت په وجه مطمئن دے.

 دخېبرپښتونخوا عوامو پي ټي ائي منتخب اؤ نور جماعتونه مسترد کړيدي. په ګورنر هاؤس کښې دحلف بردارۍ دستورې په حواله بيرسټر سيف ووئيل چې  په ګورنر هاؤس کښې دجمهوريت په لاش حلف اخستل شوے دے. دصوبائي اسمبلۍ سپيکر  حلف برداري نۀ وه منسوخ کړې بلکې حلف برداري ئې دکورم نۀ پوره کيدو په وجه څليريشتمې جولائي پورې ځنډولې وه.

دۀ وئيلي دي چې اليکشن کميشن غلط بياني کوي. خېبرپښتونخوا حکومت داليکشن کميشن دغلط بيانۍ غندنه کوي. ګورنر هاؤس کښې حلف اخستو سره دجمهوري روايتونو نفي شوې ده. اليکشن کميشن دوفاقي جعلي حکومت په اشارو چليږي  اؤ پي ټي ائي ختمول غواړي.

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي