زما په خيال عمران خان مائنس شوے، عليمه خان:عمران خان څوک هم نۀ شي مائنس کولے، علي امين

Jun 26, 2025 - 00:12
 0  5
زما په خيال عمران خان مائنس شوے، عليمه خان:عمران خان څوک هم نۀ شي مائنس کولے، علي امين

پېښور( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا وزيراعلى سردار علي امين ګنډاپور وئيلي دي چې   عمران خان څوک هم مائنس کولے نۀ شي

 وزيراعلى علي امين ګنډاپور وئيلي دي چې  زما په ژوند داسې ممکن نۀ ده، دحکومت خلاف سازشونه غير نۀ بلکې خپل کوي، دبجټ په پاس کولو مې دا ناکامه کړل، دۀ وئيلي دي چې   دا خلق دباني اختيار اخستل غواړي، حکومت دباني امانت دے، چې هدايت وکړي په يو منټ کښې به اسمبلي تحليل کړم

پخپل يو ويډيو بيان کښې وزيراعلى وئيلي دي چې  دهغه په وينا به په بجټ کښې ردوبدل کيږي، دهغه سره ملاقات کولو لپاره به سپريم کورټ ته رجوع کوو، وزيراعلي وئيلي دي چې کۀ چرې بجټ منظور شوے نۀ وے نو حکومت به ختم شوے وے

 دبجټ منظورۍ نه پس دغدار اؤ مائنس ون کولو بې بنياده مهم چلول کيږي. کوشش وکړے شو چې بجټ دې پيش نۀ شي اؤ زمونږ حکومت دې ختم شي، دوي دمعاشي ايمرجنسي لګولو سره صوبه کنټرول کول غوښتل.

بلخوا دپخواني وزيراعظم عمران خان خور عليمه خان وئيلي دي زما خيال دے چې عمران خان مائنس شويدے،  داډياله جيل نه بهر په خبرو کښې صحافي دهغې نه پوښتنه وکړه چې ايا مائنس عمران خان شوے دے؟ عمران خان وئيلي وو چې دبجټ پاس کولو لپاره به زما منظوري کيږي، په دې هغې ووئيل  زما خيال دے چې مائنس عمران خان شوے دے

 دې ووئيل کۀ بوج نۀ شئ پورته کولے نو کور ته لاړ شئ. په اډياله جيل کښې قيد عمران خان په ١٧م جون پخپل پيغام کښې وئيلي وو چې دبجټ منظوري به تر هاغه وخته نۀ شي ورکولے ترڅو چې علي امين، عمر ايوب، مزمل اسلم، تيمور جهګړا او شبلي فراز په جې کښې هغه ته بريفنګ ورنۀ کړي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي