دامريکائي حملو خلاف ايران کښې سخت احتجاج

Jun 23, 2025 - 14:11
 0  1
دامريکائي حملو خلاف ايران کښې سخت احتجاج

دامريکائي حملو خلاف ايران کښې سخت احتجاج شوے دے، ايراني صدر مسعود پزشکيان هم احتجاج کښې شريک شوے دے.

 دامريکائي حملو نه پس دايران په مختلفو ښارونو کښې سخت احتجاج ليدل شوےدے، مينځني تهران کښې په لوئې شمير کښې خلق سړکونو ته راوتلي دي اؤ دامريکائي جارحيت خلاف ئې نعره بازي کړې ده،

  په احتجاج کښې ايراني صدر هم ګډون کړے دے اؤ دامريکې دحملو غندنه ئې کړې ده، مظاهرينو دامريکې خلاف دسخته غم اؤ غصې اظهار کړے دے اؤ دايران په خپلواکۍ شوې حمله ئې مسترد کړې ده.

 دايران په جوهري تنصيباتو دامريکائيحملې نه پس دتهران انقلاب اسکوائير کښې  په زرګونو خلقو دحکومت سره ديو والي اظهار کړے اؤ احتجاج ئې کړے دے. مظاهره چيانو په لاسونو کښې دايران  قومي بيرغونه پورته کړي وو اؤ دعالمي ادارو نه ئې  دفوري کارروايۍ غوښتنه کړې ده.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي