قلات اؤ مچهـ کښې چاؤدنې وشوې ، سيکورټي اهلکاراؤ ريلوے تنصيبات په نخښه کړے شول

Jun 16, 2025 - 12:59
 0  0
قلات اؤ مچهـ کښې چاؤدنې وشوې ،  سيکورټي اهلکاراؤ ريلوے تنصيبات په نخښه کړے شول

دبلوچستان په دوه مختلفو علاقو قلات اؤ مچهـ کښې  دچاؤدنو پېښې شويدي چې پکښې سيکورټي اهلکار اؤ ريلوے تنصيبات په نخښه کؤے شويدي.

 دقلات علاقې منګوچر کښې  دسيکورټي فورسز چيک پوسټ سره نزدې  زورداره چاؤدنه شوې ده، دليويز سرچينو وينا ده چې دچاؤدنې هدف دسيکورټي فورسز بم ډسپوزل ټيم( بي ډي ټيم) ؤ، په پېښه کښې يو اهلکار ژوبل شوے دے چې په فوري توګه هسپتال ته رسول شوے دے، دچاؤدنې وروسته سيکورټي فورسز علاقه  په ګيره کښې اخستې اؤ سرچ اپريشن ئې شروع کړے دے.

اخوا دمچهـ علاقه کښې په ريلوے ټريک شوې چاؤدنه کښې دريلوے لائن ته جزوي نقصان رسيدلے دے خو مرګ ژوبله پکښې نۀ ده شوې، دپوليسو ترمخه دچادنې وروسته سيکورټي فورسز علاقه محاصره کړې اؤ تحقيقات ئې شروع کړيدي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي