اسلام اباد: امام باړه کښې خودکش حمله،32 لمونځ ګزار شهيدان،169 ژوبل
داسلام آباد د ترلائی علاقه کښې موجودې امام باړې د دروازې سره نزدې يو ځانمرګي بريد شوے چې پکښې د 32کسان شهيدان او169 ژوبل شوي دي، چې پکښې د 29 کسانو حالت نازک دے۔
دا چاودنه د يوې بجې او څلوېښت منټو باندې وشوه، چې غږ يې ډېر لرې لرې پورې واورېدل شو۔ د امام بارګاه ترڅنګ کورونو او نزدې ولاړو ګاډو ښيښې ماتې شوې۔ پوليس او رېسکيو ټيمونه سمدستي موقعې ته ورسېدل، او د اسلام آباد آئي جي له خوا په ټول اسلام آباد کښې بېړنے حالت نافذ کړے شو۔ د چاودنې ځائے په مکمله توګه سيـل کړے شو۔
د وفاقي دارالحکومت پولی کلينک، پمز او سي ډي اے اسپتال کښې بېړنے حالت اعلان شو۔ د اسپتالونو د عملې رخصتۍ منسوخ کړے شوې۔
د پوليسو سرچينو تر مخه، بم ډسپوزل سکواډ د چاودنې د نوعيت په اړه پلټنې کوي۔ رېنجرز او د پاک فوج سرتېري هم موقعې ته رسېدلي دي۔
ژوبل کسان پمز او پولی کلينک اسپتالونو ته منتقل کړے شوي دي۔ مېن اېمرجنسي، آرتھوپيډک، برن سنټر او نيوورو ډيپارټمنټ فعاله دي۔
د ضلعي انتظاميې اسلام آباد تر مخه، د چاودنې ژوبل کسان پمز او پولی کلينک اسپتالونو ته منتقل شوي دي، او اسسټنټ کمشنران په بېلابېلو اسپتالونو کښې د علاج او معالجې د څارنې لپاره مقرر کړے شوي دي۔
د تفتيشي سرچينو تر مخه، قانون نافذ کوونکو ادارو ټول شواهد راټول کړي دي، چې پکښې د نېشنل فرانزک ايجنسي او نادرا مرسته هم ترلاسه شوې ده۔
سرچينې وايي چې د لومړنيو پلټنو په نتيجه کښې دا خبره مخې ته راغلې ده چې ځانمرګي بريدګر جومات ته د ننوتلو نه وړاندې ډزې وکړې، او بيا هال ته دننه لاړ و او هلته يې ځان په چاودنه والوزاوه۔
بريدګر له 4 نه تر 6 کلو پورې بارودي مواد استعمال کړي وو، او د بال بيرنګ اندازه هم ډېره زياته وه۔ بريدګر په لاره کښې 2 ډزې وکړې، او دننه د داخلېدو نه پس يې 6 نورې ډزې وکړې، چې د ډزو خولونه هم د پېښې له ځايه ترلاسه شوې دي۔
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0