عمران خان دتنهايۍ قيد کښې ساتل شوے، اين ايف سي کښې زمونږ برخه نۀ شي راکولے،سهيل افريدے

Nov 30, 2025 - 21:59
Nov 30, 2025 - 21:59
 0  5
عمران خان دتنهايۍ قيد کښې ساتل شوے، اين ايف سي کښې زمونږ برخه نۀ شي راکولے،سهيل افريدے

 پېښور( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا ګورنر محمد سهيل افريدي وئيلي دي چې عمران خان دڅلورم نومبر نه تراوسه په مکمله ائيسوليشن(دتنهايۍ قيد) کښې ساتل شوے دے اؤ چاته هم دهغه سره دملاقات کولو اجازت نۀ ورکول کيږي کوم چې يو ډير تشويشناک صورتحال دے، دۀ واضحه کړې ده چې  نۀ خو دهغه دخويندو دهغه سره ملاقات کولے شي اؤ نۀ هم دپارټۍ دقيادت، نۀ دوکيلانو اؤ نۀ دډاکټرانو، هغه بيخي په تنهايۍ( سوليټري کنفائنمنټ) کښې ساتل شوے دےو وزيراعل ووئيل چې  هغه پخپله هم څو ورځې وړاندې اډياله جيل ته لاړو اؤ مطالپه ئې وکړه چې  کم از کم ددوه منټو لپاره دې ورته  دملاقات اجازت ورکړے شي خو دعدالتي احکاماتو باجود هم دهغه دغه جائزه مطالبه نظرانداز کړے شوه، دۀ اعلان وکړو چې  دنهې په ورځ به  ټول پارليمنټيرينز وړومبے اسلام اباد هائيکورټ ته ځي اؤ ددې نه پس به دعمران خان دخويندو سره ديو والي اظهار لپاره اډياله جيل ته ځي، وزيراعلى ووئيل چې  دپارليماني کميټۍ په اجلاس کښې فيصله شوې ده چې  خېبرپښتونخوا صوبه به  په څلورم نومبر  داين ايف سي اجلاس کښې دخپل حق دحصول لپاره په موثره انداز کښې خپله مقدمه کوي، دۀ واضحه کړه چې د  پخوانۍ فاټا په انتظامي توګه هم  انضمام شوے دے خو  مالياتي انضمام ئې تراوسه نۀ دے شوے چې دصوبې سره لويه بې انصافي ده. داتوار په ورځ دپېښور په وزيراعلى هاؤس کشې يو اهم اجلاس ته په وينا کښې محمد سهيل افريدي ووئيل چې د٢٠١٨م نه ٢٠٢٥م پورې زمونږ جائز اين ايف سي شيئر نۀ شي راکولے، دپخوانۍ فاټا په صوبه کښې دانضمام باوجود هم  داين ايف سي زمونږ برخه کښې اضافه نۀ ده شوې اؤ دغه  شان اين ايف سي شيئر دا وخت عملاً  په درې نيمو صوبو کښې تقسيمولے شي  چې دائين سراسر خلاف دي، ائين وائي چې اين ايف سي شيئر به په څلورو صوبو کښې تقسيميږي خو دخېبرپښتونخوا صوبې نيمه برخه په دې کښې شامل نۀ ده ځکه چې  دضم شوو ضلعو تراوسه مالياتي انضمام نۀ دے شوے اؤ اؤ دا په دې شيئر کښې نۀ دي شاملې کړے شوي. بل اړخ ته  داين ايف سي داربونو روپو بقاياجات هم صوبې ته نۀ شي ادا کولے چې دصوبې سره پرانستې بې انصافي ده، دۀ ووئيل چې  دصوبې دحق لاپره په عوامي کچه  دشعور بيدارولو لپاره  به نن ټولو جامعاتو کښې سيمينارونه اؤ دځوانانو سيشنز ترسره کولے شي چې دغه شان دصوبې سره   په امتيازي سلوک عوام خبر کړے شي، وزيراعلى ووئيل چې  په دې معامله به  دټولو ګوندونو پارليماني مشران هم په اعتماد کښې اخستل کيږي  ځکه چې دا ديوې پارټۍ يا موجوده صوبائي حکومت نه بلکې  دټولې صوبې حق دے  اؤ ددې لپاره به ټولو ته متحد کيدل اؤ مخ په وړاندې راتلل وي. دۀ ووييل چې دټول مکاتب فکر خلقو ته هم دصوبې دجائزو حقونو حصول کښې خپل کردار ادا کول پکار دي، ديوې پوښتنې په جواب کښې وزيراعلى ووييل چې صوبائي حکومت دانصاف دحصول لپاره  پرامنه احتجاج کوي ، مخالفين غواړي چې مونږ دټکر اړخ ته لاړ شو خو مونږ هميشه  پرامنه لاره اختيار کړې ده خو ددې باوجود هم زمونږ په پرامنه کارکنانو ګولۍ چلول شويدي، ديوې بلې پوښتنې په جواب کښې وزيراعلى سهيل افريدي ووئيل چې  په صوبه کښې دبهترين ګورننس اؤ سروس ډيليوري په وجه پي ټي ائي ته په دريم ځل حکومت ترلاسه شوے دے نو ځکه وفاقي حکمرانان دې  دصوبائي حکومت خلاف دپروپيګنډې کولو پځائے  خپلې کارکردګۍ ته پام وګرځوي، وزيراعلى ووئيل چې  وفاق زمونږ ددريوو زرو اربو روپو نه زيات بقايات جات ودرولي دي اؤ دائي ايم ياف رپورټ ترمخه په وفاق کښې د٥٣٠٠ اربو روپو کرپشن شوے دے، په ملک کښې ټيکسټائل انډسټري تقريباً بنده شوې ده، صنعت کاران اؤ ځوانان ملک پريږدي، همدا دوفاق اصل کارکردګي ده. دامن په حواله ديوې پوښتنې په جواب کښې دۀ ووئيل چې  مونږ څو واره واضحه کړې ده چې  کوم حل مونږ وايو  کۀ په هغې  عمل وکړے شي  نو په ملک کښې امن بحاليدے شي اؤ قائم هم ساتل کيدے شي خو افسوس چې په بندو کوټو کښې شوو فيصلو هميشه امن ته نقصان رسولے دے، دۀ غوښتنه وکړه چې دصوبائي حکومت اؤ ټولو فريقينو په کښينولو سره دې يو اوږدمهاله اؤ موثره پاليسي جوړه کړے شي  چې دغه شان دبدامنۍ مستقل حل راوويستلے شي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي