هند بهدپاکستان په تکنيکي صلاحيتونو حيران شوے وي،برطانوي دفاعي تجزيه کار

لندن( ميډيا رپورټ) مشهور برطانوي دفاعي تجزيه کار پروفيسر مائيکل کلارک وئيلي دي چې پاکستان چينائي ټيکنالوجي استعمال کړې ده، کۀ چرې جے ١٠ سي طيارې رافيل طيارې رانسکورې کړي نو دا ډيره حيرانونکې خبره ده.
درپورټ ترمخه مائيکل کلارک وئيلي دي چې پاکستان دهند خلاف په حملو کښې چينائي ساخته اينټي ائير کرافټ ډيفنس سيسټم استعمال کړے دے.
مائيکل کلارک وئيلي دي چې زما په خيال هند دپاکستان په تکنيکي صلاحيتونو حيران شوے دے.
پاکستاني چارواکو دهند ددريوو رافيل طيارو پشمول دهند دپينځوو جنګي الوتکو درانسکورولو اؤ ٧٠و نه زياتو ډرون الوتکو ترڅنګ دهند دميزائيلي نظام اؤ هغوي دګڼو هوائي اډو دتباه کولو خبره کړې ده، خو هندي چارواکي بيا دپاکستان دغه دعوه ردوي.
What's Your Reaction?






