په غزه داسرائيلو حملې جاري،٢٠ نور فلسطينيان شهيدان

May 12, 2025 - 23:01
May 12, 2025 - 23:03
 0  2
په غزه داسرائيلو حملې جاري،٢٠ نور فلسطينيان شهيدان
Fighters from the Qassam Brigades, the military wing of Hamas [File: Abed Hajjar/AP]

 په غزه داسرائيلو حملې جاري دي چې پکښې نور ٢٠  فلسطينيان شهيدان شويدي.

  دجيوز نيوز دخبر ترمخه  اسرائيلي دارالحکومت تل ابيب کښې احتجاجي مظاهره شوې چې پکښې رها شوو يرغماليانو هم شرکت کړے دے

 احتجاجي مظاهره کښې شريکو کسانو  دټرمپ اؤ نيتن ياهو نه دفوري  جنګ بندۍ  اؤ  يرغماليانو درهايۍ  غوښتنه کړې ده  

بل لوري ته جرمن خارجه وزير دغزه دمسئلې دفوجي طاقت دلارې حل مسترد کړے دے.

 په مقبوضه بيت المقدس کښې داسرائيلي  هم منصب سره پريس کانفرنس ته په وينا کښې دۀ ووئيل چې دجنګ خاتمه په سياسي حل سره ممکن ده.

بلخوا  دالجزيره ترمخه په یوه لنډه اعلامیه کې،اسرائيلي پوځ وايي چې "يو تښتول شوی کس سره صلیب ته سپارل شوی دی".

 الکساندر د 2023کال د اکتوبر په 7مه د حماس د پولې هاخوا برید په ترڅ کې په سویلي اسراییل کې له خپلې پوځي اډې څخه ونیول شو، چې په غزه کې یې جګړه پیل کړه.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي