خضدار کښې ډزې، دجے يو ائي رهنما قتل

دبلوچستان ضلعې خضدار علاقه چمروک کښې په ډزو دجمعيت علمائے اسلام(ف) رهنما سردار زاده مير کامران جتک پحق رسيدلے دے
دډزو وروسته قاتلان تښتيدليدي. دجے يو ائي(ف) مشر مولانا فضل الرحمان دمير کامران جتک دقتل په سختو ټکو کښې غندنه کړې ده اؤ وئيلي ئې دي چې دا يوه افسوسناکه پېښه ده چې دپارټۍ کارکنان ئې په غم کښې مبتلا کړيدي
دۀ دمرحوم دمغفرت لپاره دعا کړې ده. مولانا فضل الرحمان وئيلي دي چې بلوچستان اؤ خېبرپښتونخوا دا وخت دځنګل منظر پيش کوي دلته دقانون نومې کوم څيز باقي نۀ دے.
د جے يوائي کارکنانو ته پاکستان سره دوفادارۍ سزا ورکولے شي، زمونږ قيادت هميشه دامن خبره کړې ده.
What's Your Reaction?






