دفيلډ مارشل لخوا ميلمستيا، دصدر او وزيراعظم پشمول دسياسي او عسکري قيادت ګډون

May 24, 2025 - 21:30
 0  0
دفيلډ مارشل لخوا ميلمستيا، دصدر او وزيراعظم پشمول دسياسي او عسکري قيادت ګډون
ISPR

 دارمي چيف فيلډ مارشل سيد عاصم منير لخوا معرکه حق، اپريشن بنيان مرصوص په دوران دسياسي قيادت دانشمندانه رهنمايۍ، دوسله والو فوجونو   دقدمونو په مضبوطولو اؤ دپاکستاني اولس  ناقابل تسخير جذبې ته دعقيدت  پيش کولو لپاره  دماښامې  ميلمستيا ورکړې چې پکښې صدرمملکت اصف علي زرداري، وزيراعظم شهبازشريف او نورو سياسي اؤ عسکري  مشرانو ګډون کړے دے.

دائي ايس ايف پي ترمخه  ارمي چيف فيلډ مارشل عاصم منير لخوا ورکړے شوې ميلمستيا کښې صدرمملکت اصف علي زرداري، وزيراعظم شهبازشريف نه علاوه مرستيال  وزيراعظم اؤ خارجه وزير اسحاق ډار، چئيرمين سينيټ يوسف رضا ګيلاني، دقامي اسمبلۍ سپيکر اياز صادق، وفاقي وزيرانو، ګورنرانو اؤ اعلى وزيرانو شرکت کړے دے.

 ددې نه علاوه چئيرمين جوائنټ چيفس اف سټاف کميټي جنرل ساحر شمشاد مرزا،  دواړو سروسز چيفس، سياسي جماعتونو اعلي قيادت، اعلي سرکاري چارواکو او ددريواړو وسله والو پوځونو سينئر افسرانو هم په دستوره کښې ګډون کړے دے.

 فيلډ مرشل  په معرکه حق کښې دسياسي قيادت ددورانديشۍ ستائينه کړې، دبهارتي پروپيګنډې په ضد ئې دپاکستاني ځوانانو او ميډيا پرعزم کردار ته هم عقيدت پيش کړے اؤ دا ئې داوسپنې ديوال ګرځولے دے.

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي