دخېبرپښتونخوا حکومت باجوړ ته دامداد وړلو په دوران مهمندو کښې تباه شو،ددوه پائيلټانو پشمول ٥ شهيدان
دخېبرپښتونخوا حکومت هيلي کاپټر دامدادي سامان وړلو په دوران په مهمندو کښې رانسکور شوے اؤ تباه شوے دے چې په نتيجه کښې ئې ددوه پائيلټانو پشمول پينځه کسان شهيدان شويدي. هيلي کاپټر پېښور نه باجوړ ته دتللو په دوران بې درکه شوے ؤ اؤ مهمندو ضلعې ته درسيدو وروسته ئې رابطه منقطع شوې وه.
چيف سيکرټري وئيلي دي هيلي کاپټر پېښور ته باجوړ ته روان ؤ اؤ په مهمندو کښې دخراب موسم په وجه تباه شوے دے. اعلى چارواکو وئيلي هيلي کاپټر په چينګۍ بانډه کښې رانسکور شوے دے
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0