دو حه، داسرائيلو اؤ حماس مذاکرات بې نتيجې ختم

Jul 8, 2025 - 12:07
 0  0
دو حه، داسرائيلو اؤ حماس مذاکرات بې نتيجې ختم

دقطر دارالحکومت دوحه کښې دجنګ بندۍ لپاره دکيدونکو اسرائيلو٠ حماس دمذاکراتو وړومبۍ  مرحله بغير څه نتيجې ختمه شوې ده

 ديو فلسطيني چارواکي  ترمخه  دغه خبرې دګل په ورځ په قطر کښې  دحماس اؤ اسرائيلو ترمينځ په باالواسطه توګه  په واشنګټن کښې دامريکائي صدر  ډونلډ ټرمپ سره داسرائيلي وزيراعظم نيتن ياهو دملاقات نه وړاندې ترسره شويدي، ټرمپ  دغزه په اړه   په جنګ بندۍ زور راوړي.

  دغزه دجنګ په اړه  دمذاکراتو وروستۍ مرحله داتوار په ورځ  په دوحه کښې شوې ده چې مقصد ئې  دفلسطيني قيديانو په بدل کښې داسرائيلي قيديانوخوشې کول دي.

 دمذاکراتو نه خبر يو فلسطيني چارواکي  اے ايف پي ته وئيلي دي چې  دمذاکراتو دويمه مرحله دګل په ورځ ترسره شوې ده چې پکښې څه قسمه پرمختګ نۀ دے شوے.

دغه چارواکي دنوم نۀ څرګندولو په شرط وئيلي دي چې  وفدونو  داتوار په ورځ دمينځګړو دلارې  دخپلو خيالاتو تبادله  په داسې حال کښې کړې ده چې  ددواړو فريقو  استازي  ديو عمارت په مختلفو کوټو کښې ناست وو.

ټرمپ سره دنيتن ياهو دليدنې نه وړاندې  امريکائي صدر وئيلي په راتلونکې هفته کښې  يوه ښه موقعه شته چې مونږ دحماس سره لوظنامه وکړو

دسرچينو وينا ده چې دامريکا لخوا دشپيتوو ورځو دجنګ بندۍ تجويز ورکړل شوى دى  دکوم لاندې چې به حماس ١٠ ژوندي يرغماليان او ځينې مړي واپس کوي، همدغه شان به اسرائيل فلسطيني قيديان رها کوي.

 حماس په مذاکراتو کښې دمتحده قامونو په نګرانۍ کښې دامداد تقسيم، داسرائيلي پوځ دانخلا ضمانت او ددوباره نښتتو نه کيدو پشان  غوښتنې وړاندې کړيدي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي