پاک فوج داولسي وګړو دقتل په مړانې سره بدل واخستو، فيلډ مارشل عاصم منير

فيلډ ماشل سيد عاصم منير وئيلي دي چې دکشمير مسئله دکشميري اولس دخواهشاتو اؤ متحده قامونو دقراردادونو له مخې حل کيدل پکار دي، دکشميريانو دمړانې جدوجهد کله هم نۀ شير هيرول کيدے.
دپاک فوج دعامه اړيکوڅانګې( ائي ايس پي ار) ترمخه چيف اف ارمي سټاف فيلډ مارشل سيد عاصم منير دکنټرول لائن دوره کړې اؤ په وړاندينيو مورچو تعينات ځوانانو سره ئې اختر لمانځلےدے.
دائي ايس پي ار ترمخه ارمي چيف دځوانانو سره داختر لمونځ ادا کړے اؤ دملک اؤ قوم دسلامتۍ لپاره ئې دعا کړې ده.
دائي ايس پي ار ترمخه فيلډ مارشل عاصم منير دځوانانو دحوصلې او پيشه وارانه مهارت ستائينه کړې اؤ وئيلي ئې دي چې دبچو، زنانه ؤ اړ مشرانو دقتل مو په مړانې سره بدله اخستې ده.
فيلډ مارشل په معرکه حق اؤ اپريشن بنيان مرصوص کښې په مثالي کارکردګۍ ځوانانو ته دعقيدت پيرزوئينې پيش کړي اؤ دهند لخوا دجنګ بندۍ په خلاف ورزۍ دموثره جواب په ورکولو ئې دځوانانو تياري هم ستائيلې ده.
What's Your Reaction?






