غزه، اسرائيلي حمله کښې دالجزيره صحافي شهيد

Aug 11, 2025 - 14:47
 0  1
غزه، اسرائيلي حمله کښې دالجزيره صحافي شهيد

 غزه سټي باندې داسرائيلو په حمله کښې دقطري نيوز چينل الجزيره صحافي انس الشريف دخپلو ملګرو سره شهيد شوے دے، دغزه الشفاء هسپتال ډائريکټر وينا ده چې دالجزيره صحافي انس الشريف دخپلو څلورو ملګرو سره داسرائيلو ټارګټډ حمله کښې شهيد شوے دے، دالجزيره نيوز چينل ترمخه اتۀ ويشت کلن صحافي انس الشريف هاغه وخت شهيد شو چې د دهسپتال په مرکزي دروازه  کښې دصحافيانو لپاره لګول شوې يوه خيمه اسرائيلي فوج په نخښه کړه. په حمله کښې دالجزيره نمائنده محمد قريقيه، کيمرامين ابراهيم ظاهر اؤ محمد نوفل هم شهيدان شويدي. بل اړخ ته اسرائيلي فوج الزام لګولے دے چې انس الشريف دحماس دسيل مشر ؤ اؤ په اسرائيلو دراکټي حملې ذمه وار ؤ.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي