په پاکستان دهند حملو کښې 31 اولسي وګړي شهيدان او 57 ژوبل شوي، دهند5 طيارې مو رانسکورې کړي،پاک فوځ

پينډۍ: د ائي اېس پي ار ډي جي ليفټيننټ جنرل احمد شريف چوهدري وئيلي دي چې دهند لخوا شوو حملو کښې ٣١ اولسي وګړي شهيدان اؤ ٥٧ نور ژوبل شويدي.
تير ماښام ميډيا ته دهند لخوا په پاکستان دشوو حملو په اړه ميډيا ته دحال احوال بيانولو په دوران فوځي ترجمان ووئيل چې کم ظرفه او بزدل دښمن د پاک پوځ مقابله کولو په ځائے بې ګناه وګړي او ابادي په نخښه کړ ده.
دۀ ووئيل چې ٬د پاکستان اولس سره لوظ کوو چې د بې ګناه وګړو د وينې تر اخري قطرې به حساب اخلو.
فوځي ترجمان ووئيل چې پاک پوځ د خپلې دفاع په دوران د هند هغه پوځي اهداف په نخښه کړي چرته نه چې په پاکستان حمله شوې ده.
ليفټننټ جنرل احمد شريف ووئيل غېر ملکي ميډيا د هغه ټولو ځايونو دوره کړې په کومو چې هند حمله کړې ده اؤ زياته ئې کړه چې ميډيا پخپله کتلې چې دغه ځايونو کښې دترهه ګرۍ تربيتي کيمپ نه بلکې جوماتونه وو کوم چې شهيد کړے شوي دي
ددۀ وينا وه چې زمونږ دښمن دومره کم ظرفه او بزدله ده چې خپلې مخې ته د فوځ سره د جنګ په ځائے د شپی په تياره کښې بې ګناه وګړي او ابادۍ په نخښه کوي.
دۀ ووئيل په دې حمله کښې کم عمره ماشوم هم شهيد شوي او پوښتنه ئې کړې چې ايا دغه ترهه ګر وو کوم چې په نخښه کړے شوي دي؟
What's Your Reaction?






