دثمر بلور فيصله ذاتي ده،اوس هم اے اين پي سره ولاړ يم،غلام احمد بلور
پېښور: دعوامينيشنل پارټۍ سينئر رهنما اؤ پخواني وفاقي وزير غلام احمد بلور وئيلي دي چې دثمر بلور فيصله ذاتي ده، زۀ اوس هم داے اين پي برخه يم.
دغلام احمد بلور دورارۀ شهيد هارون بلور کونډې ثمر هارون بلور تيره ورځ دپاکستان وزيراعظم شهباز شريف سره په يوه ليدنه کښې په واکمن ګوند مسلم ليګ(ن) کښې شموليت اختيار کړے ؤ.
دثمر بلور دعوامي نيشنل پارټۍ پريښودو په فيصله خپل ردعمل کښې غلام احمدبلور وئيلي دي چې دثمر بلور خپله مرضي ده، دچا په ذاتي فيصله کښې زۀ څه کولے شم.
دۀ وئيلي دي چې اوس هم داے اين پي سره دے.
بلخوا دعوامي نيشنل پارټۍ مرکزي صدر سينيټر ايمل ولي خان وئيلي دي چې دثمر هارون بلور لخوا دپارټۍ پريښودو فيصله حيرانونکې نۀ ده، ګڼو ملګرو دوړاندې نه ددې اکان نه خبر کړے وم.
دباچاخان مرکز نه جاري کړي يو بيان کښې دۀ وئيلي دي چې کۀ چرې نن ثمر بي بي ته ديو ايم اے چوکۍ ترلاسه شوې نو هغه صرف دشهيد بشير احمد بلور اؤ شهيد هارون احمد بلور دوينې په وجه ده.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0