بلوچستان کښې اپريشن، دوه ترهه ګر ووژل شول

Jun 6, 2025 - 21:56
 0  0
بلوچستان کښې اپريشن، دوه ترهه ګر ووژل شول

دبلوچستان په کچهي ضلع کښې سيکورټي فورسز کارروائي کړې ده چې پکښې دفتنة الهندوستان دوه ترهه ګر وژل شوي دي.

 دپاک فوج دشعبه تعلقات عامه( ائي ايس پي ار) ترمخه سيکورټي فورسز په ٦م جون دبلوچستان  دکچهي ضلعې علاقې کولپور کښې  دبهارتي پراکسي فتنة الهندوستان سره تعلق لرونکو ترهه ګرو دموجودګۍ په اطلاع اپريشن کړے دے.

 دائي ايس پي ار وينا ده چې داپريشن په دوران  سيکورټي فورسز دفتنة الهندوستان ددهشت ګردو ځالې په موثره طريقې سره په نخښه کړيدي، دسختو ډزو په تبادله کښې دوه  هندوستاني حمايت يافته ترهه ګر وژل شويدي

دپاک فوځ  دعامه اړيکو څانګې بيان ترمخه  وژ ل شوي ترهه ګر  په سيمه کښې  دترهه ګرۍ سرګرميو کښې فعاله وو، دهغوي نه وسله او ګوله بارود هم ترلاسه شويدي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي