بنو کښې دوسله والو په ډزو پوليس اهلکار شهيد

په بنو ضلع کښې دنامعلومو کسانو لخوا شوو ډزو کښې يو پوليس اهلکار شهيد شوے دے.
دپوليس ذريعو وينا ده چې دبنو علاقې ترنګ قبرستان سره نزدې وسله والو کسانو په ډزو سره پوليس اهلکار ابرارخان شهيد کړے دے.
پوليس موقعې ته رسيدلي اؤ دشهيد اهلکار مړے ئې هسپتال ته منتقل کړے دے.
پوليسو ځائے په ځائے ناکه بندي کړې اؤ دحمله کوونکو لټون ئې شروع کړے دے.
What's Your Reaction?






