هند: په ودانۍ کښې داور لګيدو له امله دشپږو ماشومانو پشمول ١٧ مړۀ

دهند په حيدراباد ښار کښې داستوګنې په يوه ودانۍ کښې داور لګيدو په سبب دماشومانو پشمول ١٧ کسان مړۀ شويدي.
دهندي ميډيا ترمخه دهند حيدراباد ښار کښې په يوه ودانۍ کښې دشارټ سرکټ په سبب داور لګيدو پېښه شوې ده، دودانۍ په لاندينۍ برخه کښې دسرو زرو دوکان ؤ اؤ په برنيو برخو کښې ئې خلق ميشته وو.
دميډيا رپورټ ترمخه دشارټ سرکټ په سب اور دودانۍ په لاندينۍ برخه کښې لګيدلے چې ناڅاپي ئې ټوله وداني پخپله غيږه کښې اخستې، داطلاع په ترلاسه کولو سيمې ته داور وژونکې عمله رسيدلې اؤ داور وژلو کښې ئې برخه اخستې ده.
What's Your Reaction?






