په غزه داسرائيلو بمباري،56 فلسطينيان شهيدان

May 14, 2025 - 10:03
 0  3
په غزه داسرائيلو بمباري،56 فلسطينيان شهيدان
Injured Palestinians were evacuated from the European Hospital after it was attacked by the Israeli army on Tuesday [Ali Jadallah/Anadolu]

دجنوبي غزه علاقې خان يونس باندې داسرائيلو بدترينې حملې کښې ٢٨ فلسطينيان شهيدان شويدي

 دعرب ميډيا رپورټ ترمخه  داسرائيلي فوج لخوا دخان يونس يورپي هسپتال په احاطه کښې  نهه بنکر بسټر بمونه غورزول شويدي چې ورسره په ګڼو مقاماتو زمکه چاوديدلې ده.

 په رپورټ کښې وئيل شويدي چې داسرائيلو په حمله کښې ٢٨ کسان وژل شوي اؤ د٧٠ نه زيات نور ژوبل شويدي.

 اسرائيلو   دژوبل شوو کسانو په وړونکو هم بمباري کړې ده، دبمونو دحملو په وجه  دهسپتال سره نزدې ولاړ شل بسونه هم په زمکه کښې نښتي دي.

داسرائيلي فوج ترجمان ترمخه په خان يونس کښې په حمله کښې دحماس مشران په نخښه کړے شويدي،  دحماس  مشران دهسپتال  لاندې په زيرزمين کمانډ اينډ کنټرول کمپليکس کښې وو.

بل اړخ ته فلسطيني سرچينو وئيلي دي چې  اسرائيلو  ديحيى سنوار دورور محمد سنوار دوژلو کوشش کړے دے.

اخوا دامريکې صدر ډونلډ ټرمپ دسعودي عرب ددورې په مهال پخپله وينا کښې وئيلي دي چې هغه   داسرائيلو په غزه کښې دروان جنګ زر تر زره دختمولو لپاره کار کوي.

 

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي