ټرمپ افغانانو نه په امريکا کښې دپاتې کيدو حق وتروړلو،١١ زره بې دخله کيدو ته نزدې

واشنګټن( اے ايف پي) دډونلډ ټرمپ حکومت دافغان وګړو لپاره دعارضي تحفظ (Temporary protacted status-TPS) دختمولو اعلان کړے دے چې ورسره په امريکا کښې دميشته خواؤشا ١١ زره افغان وګړو قانوني حيثيت په خطره کښې پريوتے دے.
دامريکې دداخله محکمې سيکرټري کرسټي نوم بيان جاري کړے اؤ وئيلي ئې دي چې دافغانستان امنيتي صورتحال بهتر شوے دے اؤ اوس ټي پي ايس په قانوني شرائطو پوره نۀ خيژي.
دۀ وئيلي دي چې دټي پي ايس معياد په ٢٠مه مئ ختميږي اؤ په ١٢مه جولائي ٢٠٢٥م به مکمل ختم کړے شي.
دانساني حقونو دتنظيم افغان ايواک صدر شون وان ډائيور دحکومت دغه فيصله دحقيقت نه قطع شوې اؤ سياسي ګرځولې اؤ وئيلي ئې دي چې افغانستان نن هم دطالبانو په قبضه کښې دے، هلته دزنانه ؤ، اقليتونو اؤ مخالفينو لپاره ژوند کول ممکن نۀ دي.
دا فيصله په داسې وخت کښې شوې ده چې دټرمپ حکومت دايميګريشن په اړه سختې پاليسۍ نافذ کوي.
What's Your Reaction?






