بلوچستان کښې دغيرت په نوم ښځه اؤ خاوند قتل

Jul 30, 2025 - 23:50
 0  0
بلوچستان کښې  دغيرت په نوم ښځه اؤ خاوند قتل

دبلوچستان دمستونګې علاقې لکپاس کښې يوه حامله زنانه اؤ دهغې خاوند دخپلې کورنۍ عزيزانو په بې دردۍ سره قتل کړيدي.

داج نيوز دخبر ترمخه دقتل شوې زنانه بې نظيرې تعلق دکوئټې سره ؤ، دهغې دخاوند شعيب تعلق دپنجګور علاقې چتکان سره ؤ. دواړو اووۀ کاله وړاندې پخپلې مرضۍ سره کورټ ميرج کړے ؤ.

 دهغوي دا وادۀ دخاندان دمرضۍ خلاف ؤ. خو څه موده وړاندې خاندان واله ؤ په ظاهره دهغوي سره رونغه کړې وه. شعيب اؤ دبې نظيرې دشپږو اؤ دريوو کلونو دوه  معصوم بچي دي اؤ زنانه حامله وه.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي