دايران په اسرائيلو سحر وختي حمله،درې اسرائليان هلاک

ايران په اسرائيلو دسحرراهسې دريمه ميزائيلي حمله کړې ده، جنوبي ښار بيرشيبا کښې دميزايلو پريوتو په وجه تباه شوې ده، درې اسرائيليان پکښې وژل شوي اؤ ګڼ شمير نور ژوبل شويدي.
دجنګ بندۍ دوخت شروع کيدو نه وړاندې اسرائيلو په تهران هم سختې حملې کړيدي، دايراني ميډيا ترمخه کرج اؤ راجائي ښار کښې هم دګڼو زوردارو چاؤدنو غږونه اوريدل شويدي.
دحملو نه پس داسرائيلي فوج لخوا دتهران ددوه علاقو وګړو ته دانخلا نوے وارننګ جاري کړے شوے دے.ددې نه وړاندې امريکائي صدر ډونلډ ټرمپ دعوه کړې چې ايران اؤ اسرائيل جنګ بندۍ ته اماده شويدي.
بلخوا دايران سپريم ليډر ايت الله خامنه اي وئيلي دي چې مونږ چا سره زياتے نۀ دے کړے
ايت الله خامنه اي پخپل يو بيان کښې وئيلي دي چې مونږ به دچا دزياتي مخې ته هيڅ کله سرټيټ نۀ کړو، دۀ وئيلي دي چې دچا زياتے به په يو صورت هم قبول نۀ کړو.
واضحه دې وي چې دامريکائي حملو په جواب کښې ايران دقطر دارالحکومت دوحه کښې دامريکې په فوجي اډې حمله کړې ده.
What's Your Reaction?






