اوس دې امريکا زمونږ دجواب انتظار وکړي.

Jun 23, 2025 - 13:20
 0  1
اوس دې امريکا زمونږ دجواب انتظار وکړي.

 دايران صدر مسعود پزشکيان وئيلي دي چې امريکې ته به دجارحيت جواب ضرور ورکوو

ايراني صدر دفرانسيسي اؤ مصري صدرانو سره په خبرو کښې وئيلي دي چې ايران جنګ نۀ دے شروع کړے اؤ نۀ هم غواړي چې جنګ دې جاري وي، پخپله دفاع کښې چې څه کيږي هغه به کوو، په سپريم ليډر به کومه حمله صورتحال  انتهائي سنګين کړي.

 درپورټ ترمخه ايراني صدر مسعود پزشکيان  اؤ دفرانسيسي صدر ميکرون ترمينځ ټيليفوني رابطه شوې ده چې پکښې دايران صدر ووئيل  مونږ خو جنګ نۀ دے شروع کړے اؤ نۀ هم غواړو چې  جنګ دې جاري وي.

 مسعود پزشکيان دفرانسيسي صدر سره په خبرو کښې واضحه کړه چې  اوس دې امريکا زمونږ دجواب انتظار وکړي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي