دپي ټي ائي اولس ته اډياله جيل ته درسيدو غږ
اسلام اباد( وحدت خبر) دپاکستان تحريک انصاف چيف ارګنائزر پنجاب عاليه حمزه دپنجاب عوامو ته اډياله جيل ته درسيدو غږ کړے دے، عاليه حمزه وئيلي دپنجاب اولس ته زما خواست دے چې په ٢٥م نومبر دنهې په ورځ دجيل نه بهر مونږ ته په يو غږ جوړيدو سره دخان دميړنۍ کورنۍ سره ودريدل دي. عاليه حمزه وئيلي دي چې عمران خان سره ملاقات دهغه دکورنۍ ائيني، قانوني اؤ انساني حق دے کوم چې عدالتونه هم تسليموي او دجيل مينوئل ئې هم اجازت ورکوي، عاليه حمزه وئيلي دخان کورنۍ چې ترڅو هلته موجوده وي ، مونږ ته به په دې مشکل وخت کښې دهغوي سره ودريدل وي، عاليه حمزه ټولو ايم اين ايز، ايم پي ايز، ټکټ هولډرز، تنظيمي عهديدارانو، ورکرانو اؤ دتحريک انصاف دردمندو سپورټرانو ته خواست کړے دے چې ترڅو دخان کورنۍ هلته موجوده وي، تاسو ته به موجود اوسيدل وي.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0