پينځه ملکونه دپاکستان دکروړونو ډالرو ډيفالټران دي، رپورټ

Aug 12, 2025 - 15:34
 0  0
پينځه ملکونه دپاکستان دکروړونو ډالرو ډيفالټران دي، رپورټ

پاکستان دمختلفو ملکونو اؤ عالمي ادارو مقروض خو دے خو پينځه ملکونه داسې هم دي چې دپاکستان ډيفالټران دي. داډټ چارواکو انکشاف کښې پينځه ملکون٨ه دپاکستان دکروړونو ډالرو ډيفالټران ختلي دي چې پکښې سري لنکا، بنګله ديش، عراق، سوډان اؤ ګني بساؤ شامل دي، دپاکستان حکومت دڅلويښتو کلونو تيريدو باوجود دې پينځوو ملکونو نه ديرش کروړه اؤ پينځه څلويښت  ډالرو واپس اخستو کښې ناکامه راغلےدے. داډټ رپورټ ترمخه په ملکي کرنسۍ کښې دا رقم  شپږ اتيا اربه روپو نه زيات جوړيږي، پاکستان داتيا اؤ نوي په لسيزه کښې ايسکپورټ کريډټ ورکړے ؤ. دعراق په ذمه دپاکستان ترټولو زيات درويشت کروړه اؤ ديارلس لکه ډالر واجب الادا دي، دسوډان نه څلور کروړه اؤ شپږ شپيتۀ لکه ډالروصولول دي. دبنګله ديش په ذمه شوګر پلانټ اؤ دسيمنټو په مد کښې دوه کروړه اؤ څوارلس لکه ډالر ادا کول دي، پاکستان ته دګني بساؤ نه هم شپږ ديرش لکه اؤ درې پنځوس زره ډالر وصول دي.

What's Your Reaction?

Like Like 0
Dislike Dislike 0
Love Love 0
Funny Funny 0
Angry Angry 0
Sad Sad 0
Wow Wow 0
حضرت يوسف حضرت يوسف دپېښور سره تعلق لرونکے صحافي دے چې دپېښور يونيورسټۍ نه ئې په صحافت کښې دماسټر ډګري ترلاسه کړې ده،هغه دتيرو خواؤشا 18و کلونو راهسې دصحافت په څانګه کښې خپل خدمات وړاندې کوي، په ليکلې بڼه دمتوازنو خبرونو ليکلو ترڅنګ دډيجيټل ميډيا لپاره هم وخت په وخت مواد تياروي