دسوات مدرسې ګرفتار ملزمان په جسماني ريمانډ پوليس ته حواله
دسوات مدرسې ګرفتار ملزمان په جسماني ريمانډ پوليس ته حواله کړے شويدي، دتفصيلاتو ترمخه په سوات کښې دخوازه خيلې مدرسه کښې ددوه استاذانو په تشدد سره دطالب علم دقتل نه پس په کيس کښې ګرفتار يوولس ملزمان په دوه ورځني جسماني ريمانډ پوليس ته سپارل شويدي.
دذريعو وينا ده چې دطالب علم قتل کيس کښې نيول شوي دوه ويشت ملزمان عدالت ته پيش کړے شويدي، عدالت ګرفتار ملزمان ددوه ورځو په جسماني ريمانډ پوليس ته حواله کړيدي. دطالب علم په قتل کښې ککړ مرکزي ملزم اؤ دمدرسې مهتمم پشمول دوه کسان تر دې مهاله نۀ دي نيول شوي. دپوليسو لخوا دملزمانو ګرفتارۍ لپاره ټيمونه جوړ کړے شويدي.
څو ورځې وړاندې دسوات دخوازه خيلې په يوه مدرسه کښې ددوه استاذانو دمبېنه تشدد په سبب يو طالب علم ساه ورکړې وه، ددغه طالب علم پلار په مبېنه توګه په سعودي عرب کښې وو چې دهغه دقتل نه پس واپس ملک ته راستون شوے دے، دطالب علم پلار وئيلي هغه ته خپل زوې وئيلي وو چې مدرسې ته ئې نۀ ليږي ګنې بيا به خفه وي خو دهغه ددباؤ په وجه دهغه زوې مدرسې ته دهغې ترۀ بوتللے ؤ اؤ مدرسې استاذ ورته باور ورکړے ؤ چې څنګه دغه ماشوم دهغه زوې دے داسې ددۀ زوې هم دے اؤ ورسره ئې په ويډيو کال خبرې کړې وې خو ددې نه پس ماشوم قتل کړے شوے ؤ.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0