ګورنر خو دکونسلر چوکۍ نۀ شي ګټلے نو زمونږ حکومت به څه ختم کړي، وزيراعلى
پېښور( وحدت خبر) دخېبرپښتونخوا وزيراعلي سردار علي امين ګنډاپور وئيلي دي چې دخېبرپښتونخوا ګورنر خو دکونسلر چوکۍ نۀ شي ګټلے اؤ زمونږ دحکومت ختمولو خبره کوي.
پخپل يو بيان کښې وزيراعلي وئيلي دي چې دسوات دسانحې په معامله انکوائري روانه ده، چې دچا کوتاهي هم وي، ورته به سزا ورکولے شي، څوک هم طاقتور نشته، تجاوزات چې دچا هم وي، ختمولے به شي، په صوبه کښې چې چرته هم تجاوزات دي، په ضد مو ئې اپريشن شروع کړے دے.
ګورنر فيصل کريم ددې نه وړاندې وئيلي وو چې کۀ وفاق وي او که صوبه، داپوزيشن چې په کومه ورځ هم يو ممبر زيات وي نو دعدم اعتماد تحريک به راوړل کيږي، او دا زمونږ جمهوري حق دے.
What's Your Reaction?
Like
0
Dislike
0
Love
0
Funny
0
Angry
0
Sad
0
Wow
0